د ايران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ايران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ايران دولت د چهارشنبې په ورځ د‌کزلحصار کرج په زندان کي يو افغان اعدام کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان فرهاد حيدر نومېږي او ۴۰ کلن و.
خبرپاڼه ليکي چي د دغه افغان سره يوځای لس تنه نور هم د ايران دولت اعدام کړي وو.

د دغه سازمان په وينا چي دغه کسان د ايران دولت د نشه يي توکو د قاچاق، وژنو او دې ته ورته نورو جرمونو په تور اعدام کړي.