د ايران د تايباد ولسوال حسين جمشيدي وايي چي د هرات د اسلام کلا د بندر د اورلګېدني په کنټرول کي ئې مرسته کړې

د ايران د تايباد ولسوال حسين جمشيدي وايي چي د هرات د اسلام کلا د بندر د اورلګېدني په کنټرول کي ئې مرسته کړې.
هغه ويلي چي د ط..البانو دولت ورڅخه د مرستي غوښتنه کړې او د هغوی د غوښتني په اساس ئې د اور وژني ټيمونه د افغانستان خاوري ته داخل سوي او دغه اور وژنه ئې کنټرول کړې ده.
هغه ويلي، چي د ط..البانو سره په همږغي ئې اور پر وخت کنټرول کړی او د ډېر زيان مخه ئې نيولې ده.