د ايران د خراسان رضوي ولايت مرستيال او انتظامي مشر امرالله شمقدري وايي

د ايران د خراسان رضوي ولايت مرستيال او انتظامي مشر امرالله شمقدري وايي، روان کال له دوه‌غارون–اسلام کلا پولو څخه شاوخوا يو ميليون او ۸۰۰ زره افغان مهاجر بېرته خپل هیواد افغانستان ته ستانه سوي دي.
شمقدري د تسنيم خبري اژانس سره په خبرو کي ويلي، دا شمېر د تېرو څو کلونو په پرتله د افغان مهاجرو د بېرته ستنېدو تر ټولو ستره څپه ده.
نوموړي زياته کړې چي د اسرائیلو سره د ايران تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان اتباعو د وتلو کچه لوړه سوې ؛خو اوس په وروستيو مياشتو کي دا لړۍ نسبتاً منظمه سوې او د مهاجرو ستنېدل خورا کم سوي دي.

ايراني چارواکي ټینګار کوي چي د مهاجرو د تګ راتګ بهير اوس تر کنټرول لاندي دئ او هڅه کېږي چي دا بهير لا ښه تنظيم سي.