د ايران د سپاه پاسدارانو ادارې ويلي، چي د يکشنبې په سهار ئې د ايران د اوبو په ساحه کي د امريکا ام کيو بې پيلوټه الوتکه ويشتلې او له منځه وړې ده.
يادي ادارې ويلي، چي د ايران د دولت د اجازې پرته به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چي د ايران هوايي فضا استفاده کړي.
هغوی ويلي، چي د دښمن د هر تېري په مقابل کي به غاښ ماتوونکی جواب ورکړي.