د ايران د سپاه پاسداران ځواک ويلي

د ايران د سپاه پاسداران ځواک ويلي، چي په بحرين او کويټ کي ئې د ايران په مقابل کي د امريکا د وروستي پوځي اقدام په جوابي بريد کي د امریکا پوځي اډې ويشتلي.
د هغوی په خبره چي پر دغه پوځي اډو ئې توغنديز او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي دي.
سپاه پاسداران ويلي، چي دغه بريدونه د ايران د غچ اخيستونکي بريدونو له ډلي څخه دي.

د هغوی په خبره چي امریکايي ځواکونو د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ، ګورک سیمه او قشم ټاپو بريدونه کړي وو؛ نو ځکه ئې ايران په يادو هيوادونو کي د امريکا اډې ويشتلي دي.