د ايران د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ايران د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ایران دولت د چهار شنبې په ورځ يو افغان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان عبدالله جلالي نومېږي، ۲۵ کلن دئ او د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی دئ.
دغه افغان څلور کاله وړاندي د ايران د زاهدان په ښار کي د ايران پوليسو نيولی وو.