د ايران رسنيو د دغه هيواد د ولسمشر مسعود پزشکيان هغه انځور نشر کړی

د ايران رسنيو د دغه هيواد د ولسمشر مسعود پزشکيان هغه انځور نشر کړی، چي د اسرائیلو او امريکا د بريدونو سره هممهاله په تهران کي را وتلی او د خپلو خلګو په منځ کي ښکاري.
رسنيو ويلي، چي هغه د قدس ورځي د لمانځلو په موخه راوتلی او دغه ورځ ئې د خپلو خلګو سره يو ځای لمانځلې.
د هغه دغه انځور په ټولنيزو رسنيو کي ډېرو کسانو نشر کړی.