د ايران رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په هرمزګان ښار کي د دوو افغان کډوالو جسدونه موندل سوي دي

د ايران رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په هرمزګان ښار کي د دوو افغان کډوالو جسدونه موندل سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي د يوه ۳۵ کلن افغان کډوال جسد د پارسيان ښار په اوبو کي موندل سوی.
دغه افغان په ياده سيمه کي د موټرانو د پاکولو کارکوی.

دغه راز راپور ليکي چي د همدې ولايت په شيورساحلي بندر کي د يو بل افغان جسد د کښتۍ په منځ کي موندل سوی.
د ايران د رسنيو په حواله چي د دغه افغان کډوالو د وژلو علت تراوسه پوري څرګند نه دئ.
بلخوا بيا د ايران پوليسو ويلي چي د دواړو پېښو په تړاو ئې څېړني پيل کړي او ترڅېړنو تر بشپړولو وروسته به ئې د رسنيو سره معلومات شريک کړي.