د ايران نفت د هرمز له تنګي تېرېږي، خو د خليج هېوادونو صادرات ولاړ دي!
ليکوالان: شريق خان، جاناتان سول او آراتي سما سکار
سرچينه: رويټرز
د نفت وړونکو بېړيو د څار د معلوماتو څېړنه ښيي چي د ايران خام نفت لا هم نږدې د عادي حالت په شان د هرمز له تنګي څخه تېرېږي، خو په همدې حال کي د تهران له لوري د بېړيو پر ضد بريدونو د خليج د نورو هېوادونو صادرات سخت درولي دي.
د يوې څېړني له مخخ، ايران د فبرورۍ له ۲۸مي راهيسي، چي پر دغه هېواد د امريکا او اسرائيلو بريدونه پيل سوي، تر اوسه شاوخوا ۱۳٫۷ ميليونه بېرله خام نفت صادر کړي دي.
يو بل د بېړيو د څار بنسټ وايي چي د مارچ د لومړيو يوولسو ورځو په موده کي د ايران صادرات لا هم زيات وو او شاوخوا ۱۶٫۵ ميليونه بېرلو ته رسېدل.
د ايران غبرګون د امريکا او اسرائيلو بريدونو ته دا وو چي د هرمز په تنګي کي پر بېړيو او د منځني ختيځ د انرژۍ پر تاسيساتو بريدونه وکړي. د دغو بريدونو له امله د سيمې د نورو هېوادونو نفت وړونکي بېړۍ له اصلي صادراتي لاري څخه نږدې بندي سوي او ځينو توليدوونکو اړ ايستل سوي چي توليد کم کړي.
خو د ايران توان دا دی چي د خپلو نفتو صادراتو ته دوام ورکړي، پرته له دې چي د کوم جدي خنډ راپور ورکړل سي. دا حالت له هغه وضعيت سره توپير لري چي پخوا د ونزويلا په اړه رامنځته سوی و، کله چي امريکا د سمندري محاصرې او د بېړيو د نيولو له لاري فشار راوړی و.
يو سمندري کارپوه وايي چي د امريکا له لوري د ونزويلا اړوند بېړيو د نيولو د تېرې تجربې په نظر کي نيولو سره دا حيرانتيا وړ ده چي امريکا تر اوسه د ايران پر ضد ورته اقدام نه دی کړی.
خو يو بل شنونکی وايي که امريکا هڅه وکړي چي د ايران اړوند نفت وړونکي بېړۍ ودروي، نو دا کار ښايي د هرمز له تنګي څخه د تېرېدونکو بېړيو پر ضد نور بريدونه راوپاروي.
يو سمندري پانګهوال وايي تر هغه وخته چي ايران خپلې بېړۍ په سيمه کي ګرځوي، هڅه به کوي چي لږ تر لږه د هرمز تنګي يوه برخه پرانيستې وساتي. د ده په وينا که امريکا د ايران نفت وړونکي بېړۍ ونيسي، نو ايران به ښايي لږه انګېزه ولري چي تنګی په بشپړه توګه وتړي.
د امريکا سپيني ماڼۍ تر اوسه د ايران د نفتو د صادراتو پر ضد د ممکنه اقداماتو په اړه د څرګندونو غوښتني ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
د بېړيو د څار معلومات ښيي چي د فبرورۍ له ۲۸مې څخه تر مارچ ۱۱ پورې د ايران د خامو نفتو صادرات هره ورځ شاوخوا ۱٫۱ تر ۱٫۵ ميليونه بېرلو پوري وو. دا شمېر د تېر کال له منځنۍ کچې سره نږدې دی، چي شاوخوا ۱٫۶۹ ميليونه بېرله په ورځ وه.
امکان لري چي په راتلونکو ورځو کي دا اندازه لا زياته سي. د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چي څو ستر نفت وړونکي بېړۍ لا هم د ايران د خارک ټاپو په بندر کي نفت باروي.
د فبرورۍ تر ۲۸مې وړاندي ايران خپل صادرات زيات کړي وو او د فبرورۍ په مياشت کي يې هره ورځ شاوخوا ۲٫۱۷ ميليونه بېرله نفت صادرول. آن دا هم ويل کېږي چي د فبرورۍ تر ۱۶مي پوري په يوه اوونۍ کي د ايران صادرات بې ساري حد ته رسېدلي او شاوخوا ۳٫۷۹ ميليونه بېرله په ورځ وو.
له فبرورۍ ۲۸ راهيسي لږ تر لږه شپږ نفت وړونکي بېړۍ له ايران څخه وتلې دي. په دغو کي يوه هغه بېړۍ هم شامله ده چي تر بنديزونو لاندي وه. همدارنګه دوه د مايع ګاز وړونکي بېړۍ هم د جمعې په ورځ د بار اخيستلو وروسته له ايران څخه ووتلې.
تر اوسه لږ تر لږه ۱۱ ميليونه بېرله خام نفت له ايران څخه صادر شوي دي، او څلور ستر نفت وړونکي بېړۍ چي شاوخوا ۸ ميليونه بېرله نفت يې انتقال کړي، د سنګاپور شاوخوا اوبو ته رسېدلي دي.
د سمندري ترانسپورټ د سرچينو په وينا دا بېړۍ د ايران په اقتصادي سمندري سيمه کي حرکت کوي، چي شاوخوا ۲۴ سمندري مېلو ته رسېږي او له رسمي سرحدونو څخه بهر ده، نو ځکه دغه بېړۍ نسبي خونديتوب هم لري.