د ايران پر ضد د امريکا او اسرائيل د جګړې د څوارلسمې ورځې مهم معلومات

د ايران پر ضد د امريکا او اسرائيل د جګړې د څوارلسمې ورځې مهم معلومات
ليکواله: جېسي يونګ
سرچينه: سي اېن اېن

له هغه وروسته چي د امريکا او اسرائيلو له ايران سره جګړه پيل سوې، اوس دوه اوونۍ تېرې سوې دي. د دې کړکېچ اقتصادي اغېزې ورځ تر بلي زياتې سوې دي او تر اوسه د تاوتريخوالي د کمېدو کومه نښه نه ليدل کېږي. په همدې حال کي د ايران نوي مشر اعلان کړی چي د هرمز تنګی به تړلی وساتل سي.
د جګړې انساني تلفات هم زيات سوي دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کي يو فرانسوی عسکر په عراق کي وژل سوی او دوه د پوهنتون استادان په لبنان کي وژل سوي دي. همدارنګه د امريکا د هوايي ځواک يو د تېلو رسوونکې الوتکه د عراق په لوېديځ کي لوېدلې ده.
اسرائيل، ايران او د لبنان وسله واله ډله حزب الله لا هم د شپې له خوا يو پر بل بريدونه کوي.

• د نفتو بيې: د امريکا حکومت د پنجشنبې په ورځ نوی جواز صادر کړ څو نور هېوادونه وکولای سي د روسيې د نفتو ځيني توليدات واخلي. په همدې ورځ د برېنټ خام نفتو بيه د ۲۰۲۲ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د هر بېرل په بدل کي تر ۱۰۰ ډالرو لوړه شوه. دا حالت ښايي د اوکراين په جګړه کي د روسيې لپاره ګټه ولري.
• نور ګواښونه: د ايران د انقلاب ساتونکو ځواک خبرداری ورکړی چي که د ايران د انرژۍ تاسيسات او بندرونه په نښه سي، نو د سيمی نفت او ګاز به «اور ته وسپاري».
• د امريکا د ولسمشر څرګندوني: د امريکا ولسمشر په يوه مرکه کي وړانديز کړی چي د نفت وړونکو بېړيو عمله بايد «د هرمز له تنګي څخه تېر سي او زړورتيا وښيي». د بريتانيا د سمندري ادارې د راپور له مخې د جګړې له پيل راهيسي لږ تر لږه ۱۶ نفت وړونکي، باروړونکي او نورې بېړۍ په هرمز تنګي، خليج فارس او خليج عمان کي د بريدونو هدف ګرځېدلي دي.

• د الوتکي لوېدنه: د امريکا هوايي ځواک اعلان کړی چي د تېلو رسوونکې يوه الوتکه د پنجشنبې په ورځ د عراق په لوېديځ کي لوېدلې ده. ويل سوي چي دا پېښه د دښمن يا د خپلو ځواکونو د ډزو له امله نه ده رامنځته سوې. لا هم روښانه نه ده چي د الوتکې عمله ژوبله سوې که وژل سوې ده، خو ويل کېږي چي لږ تر لږه پنځه کسان پکښي سپاره وو.
• د ايران د نوي مشر پيغام: د ايران نوي مشر مجتبی خامنه‌ای په خپل لومړي پيغام کي وويل چي د هرمز تنګی به تړلی پاته سي او د فشار د وسيلې په توګه به کارول کېږي. خو د ايران سفير په ملګرو ملتونو کي څو ساعته وروسته له دې خبرې سره مخالفه څرګندونه وکړه.
• د آسيا د بازارونو کمښت: د جمعې په ورځ د آسيا مهم مالي بازارونه د کمښت سره مخ سول، چي لامل يې د نړۍ د بازارونو د تېرې شپې سقوط بلل سوی دی.

• پر اسرائيلو بريدونه: د جمعې سهار يو ځل بيا د توغنديو يوه څپه پر اسرائيلو وتوغول سوه چي له امله يې دوه کسان ټپيان او په شمالي سيمو کي ځيني ودانۍ زيانمنې سوې. ايران ادعا کړې چي پر اسرائيلو يې توغندي ويشتي او حزب الله هم له جنوبي لبنان څخه هممهاله بريد کړی دی.
• پر تهران او بيروت بريدونه: د ايران دولتي رسنيو راپور ورکړی چي د جمعې سهار د تهران په بېلابېلو برخو کي درنې چاودني اورېدل سوې دي. اسرائيلو هم په لبنان کي خپل عمليات پراخ کړي او حتی په بيروت کي يې بريدونه کړي دي. د شنونکو په وينا ښايي د لبنان بېځايه سوي کسان تر يو ميليون زيات سي.
• سيمه ييز بريدونه: د خليج ځينو هېوادونو د جمعې په سهار د ايران نوي بريدونه شنډ کړل. د دوبۍ په مرکز کي د هوايي دفاع د يو توغندي د ويشتلو وروسته چاودني واورېدل سوې. سعودي عربستان لسګونه بې پيلوټه الوتکې وويشتلې او په بحرين کي د خطر زنګونه وغږېدل.

• د تلفاتو زياتوالی: د ملکي تلفاتو شمېر مخ په زياتېدو دی. په لبنان کي دوه د پوهنتون استادان د اسرائيلي هوايي بريد له امله وژل سوي او په ايران کي درې د سرې مياشتي مرستندويان ټپيان سوي دي. د ايران او لبنان د چارواکو د معلوماتو له مخې نږدې دوه زره کسان په دغو دوو هېوادونو کي وژل سوي دي.
• پر فرانسوي ځواکونو بريد: يو فرانسوی عسکر وژل سوی او څو نور ټپيان سوي دي. د فرانسې ولسمشر ويلي چي دا بريد د بې پيلوټه الوتکې له لارې د هغه اډې پر ضد سوی چي هلته کرد ځواکونه او د نړيوال ائتلاف عسکر مېشت وو. تر اوسه هيڅ ډلې د بريد مسؤليت نه دی منلی، خو يوه ايران پلوه وسله واله ډله وروسته د فرانسې د ګټو د په نښه کولو ګواښ کړی دی.
• د امريکا د ارزوني تېروتنه: ځينو سرچينو ويلي چي د امريکا دفاع وزارت او د ملي امنيت شورا د عملياتو د پلان پر مهال دا احتمال کم اټکل کړی و چي ايران به د غبرګون په توګه د هرمز تنګی وتړي.

• د سنا غونډه: د امريکا د سنا د يو مهم کمېسيون مشر پلان لري چي ژر به د جګړې په اړه لومړۍ علني څارونکې غونډه وکړي او د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي به پکښي راپور وړاندې کړي. تر اوسه د کانګرس په کچه علني غونډه نه ده سوې، خو څو محرمانه غونډي د غړو لپاره ترسره سي دي.