د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ط..البانو او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو پر کمولو ټینګار کړی

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ط..البانو او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو پر کمولو ټینګار کړی او په دې برخه کي ئې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا خبري کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کي ویلي، چي تهران او مسکو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمېدو په اړه ګډ نظر لري.
تر دې وړاندي په پاکستان کي د روسیې سفیر هم ویلي وو، چي هیواد ئې چمتو دئ، چي د افغان ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د اختلافاتو د حل له پاره همکاري وکړي.