د ایران حکومت د شاهرود پوهنتون د معمارۍ د څانګي محصل عقیل کشاورز د شنبې په ورځ اعدام کړی

د ایران حکومت د شاهرود پوهنتون د معمارۍ د څانګي محصل عقیل کشاورز د شنبې په ورځ اعدام کړی.
راپورونه وايي چې نوموړی د اسرائیل سره د همکارۍ او د نظامي ځایونو د عکس اخیستلو په تور نیول سوی و.
د بشري حقونو سازمانونو د معلوماتو د مخي، عقیل کشاورز د ارومیه زندان کي ساتل کېدی او د ده له اعدام سره په ايران کي، د اسرائیل سره د همکارۍ په تور د اعدام سوو کسانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دئ.

په ورته وخت کي ملګرو ملتونو په ایران کي د بشري حقونو د نقض غندنه کړې ده.