د ایران دولتي خبري اژانس (صداوسیما) راپور ورکړی، چي د سېشنبې په ورځ غرمه مهال په بندر عباس کي د پنځو چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.
بلخوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چي پر ایران د سمندري محاصرې پالیسي بیا عملي کوي.
ټرمپ ویلي، امریکا به د هرمز تنګي د امنیت د ساتونکي په توګه له هغو بېړیو څخه چي له دغه تنګي تېرېږي، د بار د ارزښت ۲۰ سلنه د تګ راتګ فیس اخلي.