د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تایید کړې، چي د دې هېواد د وسلهوالو ځواکونو څلور لوړپوړي قوماندانان وژل سوي دي.
دغه څلور تنه عبدالرحیم موسوي د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، محمد پاکپور د سپاه پاسداران عمومي قوماندان، علي شمخاني، د علي خامنهاي سلاکار او د دفاع شورا منشي، او عزيز نصيرزاده د دفاع او وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ وزیر دي.
د ایران د رسنیو په وینا، دغه څلور تنه پرون په یوه امنتي غونډه کي د امريکا او اسرائيلو په ګډو بريدونو کي وژل سوي دي.