د ایران د بشري حقونو د فعالانو ټولني (هرانا) خبر ورکړی، چي په تېرو دوه اونیو کي د دغه هیواد د پراخو لاریونونو پر مهال لږترلږه ۵۳۸ کسان وژل سوي دي.
د راپور له مخي، له وژل سوو کسانو څخه ۴۹۰ تنه معترضان او ۴۸ تنه د امنیتي ځواکونو غړي دي.
دا راپورونه ښيي چي د ایران په بېلابېلو سیمو کي اعتراضونه لا هم دوام لري.