د ایران د حال‌وش د بشري حقونو سازمان ويلي

د ایران د حال‌وش د بشري حقونو سازمان ويلي، چي د دغه هيواد په سيستان او بلوچستان ايالت کي د ایران پوليسو يو افغان په نښه کړی او وژلی دئ.
دغه سازمان ويلي، چي دغه وژل سوی افغان عبدالقدير نومېږي او ۵۵ کلن و.
د ياد سازما په وينا چي د ايران پوليسو هغه تعقيب کړی و او هغه د تېښتي هڅه کول پوليسو ويشتلی او وژلی دئ‌.

د ايران دولت د دغه افغان د‌وژل کېدو په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويلي.