د ایران د خراسان رضوي ولایت د کډوالو چارو ادارې اعلان کړی، چي بهرني وګړي، په ځانګړي ډول افغان کډوال، د هر ډول لاریون

د ایران د خراسان رضوي ولایت د کډوالو چارو ادارې اعلان کړی، چي بهرني وګړي، په ځانګړي ډول افغان کډوال، د هر ډول لاریون، غونډي او اعتراضي فعالیت د ترسره کولو مخکي باید د اړوندو ایراني ادارو رسمي اجازه ترلاسه کړي.
د یادې ادارې په وینا، له قانوني اجازې پرته د راټولېدنو او اعتراضونو تنظیمول د ایران له مقرراتو سره په ټکر کي دي. دغه څرګندوني وروسته له هغه وسوې، چي په ټولنیزو رسنیو کي په مشهد ښار کي د ط..البانو تر ادارې لاندي افغان کونسلګرۍ مخي ته د اعتراضونو راپورونه خپاره سوه.
ورته مهال، په وروستیو ورځو کي یو شمېر افغان ښځو په تهران کي د ط..البانو د سفارت او د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته هم اعتراضي غونډي کړي وې.

د ایران چارواکو له افغان کډوالو غوښتي چي خپل مدني او ټولنیزي چاري د هيواد د نافذه قوانینو له مخي پر مخ یوسي.