د ایران د دفاع وزیر مجید ابنالرضا وايي، تهران د هر احتمالي برید یا نوي ګواښ پر وړاندي د غبرګون له پاره لازم چمتووالی لري.
نوموړي تسنیم خبري اژانس ته ویلي، هغه کسان چي فکر کوي د فشارونو له امله به ایران خپلي تګلاري بدلي کړي ناسم فکر کوي.
ابنالرضا زیاته کړې چي ایران لا هم د خپلو پوځي او دفاعي وړتیاوو ډېره برخه نه ده کارولې او که نوی ګواښ رامنځته سي، د مقابلې توان لري.