د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند مجید اخوان ویلي

د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند مجید اخوان ویلي، چي د اسرائیل له بریدونو وروسته د ايران ټول فضايي حریم تر دوهمي خبرتیا پوري په بشپړ ډول تړل سوی دئ.
ايراني چارواکي وایي، د هيواد له ټولو هوايي شرکتونو څخه ئې غوښتنه کړې، چي الوتني ونه کړي او مسافرو ته دي معلومات ورکړي، تر څو د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی وسي.