د ایران د پخواني مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي جنازه د جمعې په سهار د مشهد ښار د امام رضا زیارت په انګړ کي خاورو ته وسپارل سوه.
د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د پنج شنبې په ورځ د نوموړي د جنازې وروستي مراسم په مشهد کي ترسره سوه.
په راپور کي ويل سوي، چي د هغه د جنازې په مراسمو کي ميليونو کسانو ګډون کړی وو.
د خامنهيي د جنازې لمونځ د هغه مشر زوی مصطفی خامنهيي ادا کړی.
بايد وويل سي، چي خامنهيي او د هغه د کورنۍ څو غړي د روان کال د فبرورۍ په میاشت کي د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال وژل سوی وو او له نژدې پنځو میاشتو وروسته خاورو ته وسپارل سو.