د ایران د پوهني وزارت چارواکو ویلي چي د تېر تعلیمي کال پر مهال نژدې ۳۶۰ زره افغان زدهکوونکي د دغه هيواد په ښوونیزو مرکزونو کي په زده کړو بوخت وو.
د یاد وزارت د نړۍوالو چارو او بهرنیو ښوونځیو د مرکز مشر محمد سلیمي د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي یان اېګلنډ سره د لیدني پر مهال ویلي، چي افغان ماشومانو ته ئې د زدهکړو د لاسرسي زمینه برابره کړې وه او د هغوی د شاملېدو په بهیر کي ئې د تبعیض مخه هم نيولې وه.
د هغه په وينا چي افغان ماشومانو ته بغیر له فشار او تبعیض څخه د ايران په ښوونځيو کي د زده کړو زمينه برابره سوې وه.
د نوموړي په وینا، په ځینو مواردو کي هغو افغان ماشومانو ته هم د ښوونځي د ګډون اجازه ورکړل سوې، چي بشپړ هویتي اسناد ئې نه درلودل. هغه زیاته کړه چي د کډوالو زدهکوونکو د لوړي شمېري له امله پر ښوونیز نظام اضافي فشارونه او مالي لګښتونه هم زیات سوي دي.
بلخوا د ایران د استثنایي زدهکړو ادارې مشر سالار قاسمي هم مخکي ویلي وو، چي تمه ده په راتلونکي ښوونیز کال کي شاوخوا ۸۰ زره نور افغان زدهکوونکي هم د ایران ښوونیزو بنسټونو ته داخل سي.