د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي ویلي، امریکا باید د موجوده تفاهملیکونو ژمنو ته غاړه کښېږدي او د هرمز تنګي په اړه دي له هغو اقداماتو لاس واخلي چي د ده په وینا د سیمي امنیت ګواښي.
اکرمي ویلي، د امریکا مداخلې د هرمز تنګي امنیت زیانمن کړی، خو ایران ځان د سیمي او د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تأمین مسؤل ګڼي.
هغه خبرداری ورکړ چي د ایران د وسلهوالو ځواکونو د هدفونو لېست په دوامداره توګه تازه کېږي.
دا څرګندوني وروسته له هغه سوي چي د ایران سپاه او پوځ د یکشنبې په سهار د عمان، قطر، اردن، متحده عربي اماراتو او کويټ پر لور توغندیز او بېپیلوټه بریدونه ترسره کړي.