د ایران رسنیو راپور ورکړی

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چي د سپاه پاسداران ځواکونو په جلا عملیاتو کي د کردستان او کرمانشاه ولایتونو کي شاوخوا ۲۴۰ کسان نیولي دي.
د راپورونو له مخي، په کردستان ولایت کي ۱۱ کسان نیول سوي او یو د وسله‌والي ډلي غړی وژل سوی دئ. همدارنګه په نورو جلا عملياتو کي ئې د شاوخوا ۷۰ نورو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړی.
په کرمانشاه ولایت کي د سپاه پاسدارانو ځواکونو ۱۵۵ کسان نیولي چي د مهر خبري اژانس په وینا، د «ضدانقلابي ډلو» غړي بلل سوي دي.

په ياد راپور کي ويل سوي، چي په دې ډله کي څلور هغه کسان هم شامل دي چي ادعا کېږي د اسرائیلو له موساد استخباراتي ادارې سره ئې اړیکي درلودې.
بل لور ته، د ایران په پلازمېنه تهران کي پولیسو د یو کس د نیولو خبر ورکړی، چي د توغندیو د لګېدلو ځایونو اړوند اسناد ئې راټولول او مخالفو شبکو ته ئې لېږل.
ایراني چارواکو تر اوسه د دغو نیونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.