د ایران سپاه پاسدارانو ادعا کړې، چي د هرمز تنګي په اوبو کي څلور کښتۍ د سمندري ماینونو د چاودنو له امله له منځه تللي دي.
د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواکونو د عامه اړیکو ادارې په یوه اعلامیه کي ویلي، دغه کښتۍ د دوی په وینا، له یوې منع سوي لاري څخه تېريدې چي چاودنه پر سوې.
هغوی ويلي، چي دغه کښتۍ د امريکايي ځواکونو په لارښوونه د يادي سيمي څخه تېريدې.
سپاه پاسداران همداراز ادعا کړې، چي د هرمز تنګي پر سر ئې یوه امریکايي بېپیلوټه الوتکه هم ویشتلې او نسکوره کړې ده.