د ایران سپاه پاسداران ویلي

د ایران سپاه پاسداران ویلي، د امریکا د پوځ پر ضد د خپلو عملیاتو په جریان کي ئې د قطر العدید ستراتیژیکه هوايي اډه او په هرمز تنګي کي یوه بېړۍ په نښه کړې ده.
سپاه پاسدارانو د یکشنبې په سهار په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، د دوی بالستیک توغندیو د العدید اډې د قوماندانۍ اړوند د جنګي الوتکو د ترمیم او ساتني مرکز په نښه کړی دئ.
د سپاه په وینا، دا بریدونه د امریکا له لوري د ایران د وسله‌والو ځواکونو پر ساحلي اډو د روانو بریدونو په جواب کي ترسره سوي دي.

سپاه همداراز خبرداری ورکړی چي که د واشنګټن بریدونه دوام وکړي، نو ایران به لا سخت او پراخ غبرګون وښيي.