د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کي د نامعلومو وسله‌والو په برید کي دوه پولیس وژل سوي دي

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کي د نامعلومو وسله‌والو په برید کي دوه پولیس وژل سوي دي.
دغه برید د دوشنبې په ورځ د بمپور او ایرانشهر ترمنځ پر سړک د پولیسو پر یوه ګزمې موټر سوی دئ.
د وژل سوو پولیسو نومونه امیرحسین قاسمي او نظام ښودل سوي، چي دواړه د مازندران ولایت اوسېدونکي وو.

د ایران امنیتي چارواکي وايي، د بریدګرو د نیولو له پاره ئې د هغوی د لټون عملیات پیل کړي دي.
د ايران رسنۍ وايي چي په وروستیو دوو میاشتو کي د سیستان او بلوچستان په جنوبي برخو کي د ایراني امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ډلو ترمنځ وسله‌والي نښتي زیاتي سوي دي.