د ایران پوځ ویلي، چي د جمعې په سهار ئې د کویټ په احمد الجابر هوايي اډه کي د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو

د ایران پوځ ویلي، چي د جمعې په سهار ئې د کویټ په احمد الجابر هوايي اډه کي د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید ترسره کړی دئ.
د ایران د پوځ د عامه اړیکو څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چې دغه برید د امریکا د وروستیو بریدونو او د قشم ټاپو پر یوه استوګنیز کور د حملې په غبرګون کي سوی دئ.
د پوځ په وینا، په دې برید کي د جنګي الوتکو مرکزونه، د سپوږمکۍ مخابراتي سیسټمونه او د تجهیزاتو زېرمي په نښه سوي دي.

تر اوسه د امریکا او کویټ چارواکو د ایران د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.