د ایران چارواکي وايي، چي د يکشنبې په سهار د قشم ټاپو ته څېرمه یوه سوداګریزه کښتۍ په نښه سوې او ويشتل سوې ده

د ایران چارواکي وايي، چي د يکشنبې په سهار د قشم ټاپو ته څېرمه یوه سوداګریزه کښتۍ په نښه سوې او ويشتل سوې ده.
د قشم ولسوال امیر تیموري ویلي، پېښه شاوخوا د سهار پنځه بجې د هنگام ټاپو او د قشم د شیب‌دراز سیمي ترمنځ رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې یو کس وژل سوی او درې نور ټپیان سوي دي.

تیموري د دې پېښي پړه پر امریکا اچولې ده.