د بادغيس څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز اوله ناحيه کي يو ځوان ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځان احسان الله نومېږي او ۲۷ کلن و، چي د کورنيو مشکلاتو له امله ئې ځان وژنه کړې ده.
بلخوا بيا د احسان الله کورنۍ تر اوسه پوري د هغه د ځان وژني د علت په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
هېره دي نه وي، چي په دې وروستيو کي د اقتصادي مشکلاتو، بېکارۍ او رواني ستونزو له امله د ځان وژني پېښي زياتي سوي دي. په ورته وخت کي ط..البانو بيا په رسنيو کي د ځان وژني د پېښو د خبرونو پر نشرولو بندیز لګولی دئ.