د باړې زرګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ په خيبر پښتونخوا کي د رواني ناامنۍ له امله پېښور ته د لاريون په موخه حرکت وکړ

د باړې زرګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ په خيبر پښتونخوا کي د رواني ناامنۍ له امله پېښور ته د لاريون په موخه حرکت وکړ؛ خو د پاکستان پوليسو ئې مخنیوی وکړ او پر هغوی ئې اوښکي بهوونکی ګاز استعمال کړ.
راپورونه وایي، کله چي لاریونوالو د مخکي تګ هڅه وکړه، پولیسو ورباندي اوښکي بهوونکی ګاز استعمال کړ، چي له امله ئې د نژدې ښوونځیو او کالجونو زده‌کوونکي هم اغېزمن سوي.
د باړې د سیاسي اتحاد مشر هاشم خان ویلي، دا احتجاج په باړه کي د خراب امنیتي حالت او د تیرا د بې‌ځایه سوو خلګو د بېرته ستنېدو په موخه سوی.