د بدخشان څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په بدخشان ولايت کي د ط..البانو د دوو ډلو ترمنځ د ملکي کسانو د ځوروني پر سر نښته سوې ده.
د سرچينې په وينا چي په دغه نښته کي د ط..البانو دوه محلي قوماندان وژل سوي او څلور ط..البان نور ټپيان سوي دي.
د سرچینو په وینا، دا نښته د ط..البانو د محلي قوماندان موسی کاکه د کسانو لهخوا پيل سوې او وروسته د بدخشان د خواهان ولسوالۍ د سفیدآب کلي او د شکي ولسوالۍ ترمنځ د ط..البانو ترمنځ نښته سوې.
ط..البانو تر اوسه پوري د دغه پېښي په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم د بدخشان ولايت څخه د ط..البانو د خپل منځي اختلافاتو خبرونه ورکول سوي وو.