د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي سږ کال به د پناه غوښتونکو له پاره نوې او قانوني لاره رامنځته کړي.
د دې پروګرام له مخي به پوهنتونونه، خیریه بنسټونه او سوداګریز شرکتونه وکولای سي ځیني پناه غوښتونکي سپانسر کړي، چي دا طرحه د کاناډا د کډوالۍ د پروګرام څخه الهام اخلي.
د بريتانيا حکومت ویلي، د پناه غوښتني او بشري حقونو اړوند قوانینو کي به هم بدلونونه راولي، څو د دوی په وینا بېاساسه غوښتنلیکونه کم سي.
بلخوا، محافظه کار ګوند ټینګار کړی چي تر هغو چي غیرقانوني کډوالي نه وي درېدلي، هیواد ته باید نور کسان ونه منل سي.
د بريتانيا د کورنیو چارو وزیري شبانه محمود ویلي، دا بدلونونه به د هغو کسانو ملاتړ وکړي، چي رښتیا هم د جګړو او ځورونو له امله پناه ته اړتیا لري او په عین حال کي به د قانون له تشو څخه د ناوړه ګټي اخیستني مخه ونیول سي.