د بشري حقونو بنسټ «رواداري» ويلي چي دوی د طالبانو د «محاکمو جزايي اصول‌نامه» ته لاسرسی موندلی

د بشري حقونو بنسټ «رواداري» ويلي چي دوی د طالبانو د «محاکمو جزايي اصول‌نامه» ته لاسرسی موندلی، چي دا سند د نړيوالو بشري حقونو له موازينو او د عادلانه محاکمې له بنسټيزو اصولو سره ښکاره ټکر لري.
دا اصول‌نامه په درې بابونو، ۱۰ فصلونو او ۱۱۹ مادو کي ترتيب سوې ده، او د هبت‌الله اخوندزاده تر لاسليک وروسته د تطبيق لپاره د طالبانو قضايي بنسټونو او ولايتونو ته لېږل سوې ده.
رواداري وايي، د دې اصول‌نامې محتوا ډېره اندېښمنوونکې ده. «په دې سند کي د مذهبي لږکيو پر ضد تبعيض، د خلکو د بنسټيزو ازاديو ځپل، د انساني کرامت نقض، د بيان او فکر د ازادۍ محدودول، او خپل‌سري نيونه او سزا قانوني او رسمي بڼه خپله کړې ده.»

دې بنسټ ويلي چي «دا سند د عادلانه محکمې له هېڅ لومړني معيار سره سمون نه لري، لکه د قانون پر وړاندې د ټولو د برابرۍ اصل، د جرم او سزا قانوني‌والی او شخصي‌والی، د بې‌ګناهۍ اصل، د شکنجې منع، له خپل‌سري توقيف څخه ازادي، د چوپتيا حق او د دفاع حق. همدارنګه د دې اصول‌نامې په هېڅ برخه کي د مدافع وکيل ته د لاسرسي حق، د چوپتيا حق او د تاوان د جبران حق نه دی منل سوی، او د يوې منصفانه محکمې نور لږ تر لږه شرطونه نه دي تضمين سوي.»
طالبانو په دې اصول‌نامه کي د سزاوو لږ تر لږه او زيات تر زيات حد نه دی ټاکلی، او د جرم د ثابتولو لپاره يې د خپلواک تحقيق بهير ليرې کړی، بلکې «اقرار» او «شهادت» يې د جرم د اثبات اصلي لارې بللې دي.
اصول نامه کي د حنفي مذهب پيروان مسلمان بلل سوي، خو د نورو مذهبونو او باورونو پيروان چي د «اهل سنت و جماعت» خلاف وي، د «مبتدع» يا «بدعت‌ګر» په نوم ياد سوي دي.

د طالبانو قضايي بنسټونو ته د نامحدود واک ورکول، د مذهبي لږکيو پر ضد د پراخ ځپلو، له قانوني ساتنې څخه د محروميت او د خپل‌سري سزاوو زمينه برابروي.
همدارنګه په دې اصول‌نامه کي راغلي چي د «عامي ګټي» لپاره د مجرمانو وژل، په شمول د هغو کسانو چي «د اسلام خلاف له باطلو عقيدو دفاع کوي يا نور خلک دغو عقيدو ته رابولي»، د «امام» په اجازه جايز بلل سوي دي.
د دې سند له مخي د حنفي مذهب پيروان حق نه لري خپل مذهب پرېږدي، او که دا کار د قاضي له لوري ثابت سي، نو دوه کاله بند ته محکومېږي.

د طالبانو د محاکمو په جزايي اصول‌نامه کي د «باغي» کسانو وژل د «ساعي بالفساد» په نوم جايز بلل سوي، او ويل سوي چي «د دوی ضرر عام دی او له وژل کېدو پرته اصلاح نه کېږي.»
دا حکم طالبانو ته پراخ صلاحيت ورکوي چي مخالفين، منتقدين او د بشري حقونو فعالان، د دفاع او عادلانه محاکمې له تضمين پرته، ووژني.
د دې اصول‌نامې له مخي هر مسلمان «که د ګناه پر وخت ګناهکار وويني، اجازه لري چي هغه ته سزا ورکړي.» دا حکم عامو خلکو، د امر بالمعروف مامورينو او طالبانو پلوه ملايانو ته هم د نورو د سزا واک ورکوي.

دا احکام د شخصي ازادۍ او امنيت، انساني کرامت، د خپل‌سري توقيف او سزا منع، او د عادلانه محاکمې حق په جدي ډول تر پښو لاندي کوي.
په دې اصول‌نامه کي «نڅا» او «د نڅا کتل» جرم بلل سوي، او قضايي چارواکو ته واک ورکول سوی چي د خلکو ازادي او شخصي امنيت د خپلې خوښې سره سم سلب کړي.
طالبانو په دې اصول‌نامه کي ټولنه په څلورو طبقو وېشلې: «علما»، «اشراف»، «منځنۍ طبقه» او «ټيټه طبقه»، او په يوه ماده کي ويل سوي چي «که يو شان جرم ترسره سي، د سزا ډول او سختوالی د جرم د ماهيت پر ځای د مرتکب د ټولنيز مقام پر بنسټ ټاکل کېږي.»

د دې بنسټ په وينا، طالبانو د «غلام» د کلمې په يادولو سره په څو برخو کي غلامۍ ته هم مشروعيت ورکړی دی.
په دې اصول‌نامه کي د دورو سزا (شلاق) ډېر پراخ او بې‌له روښانه محدوديتونو وړانديز سوې ده.
په سند کي راغلي چي که څوک «مباح عمل» ترسره کړي چي د طالبانو مشر منع کړی وي، يا د «مباحو چارو» په اړه نيوکه او اعتراض وکړي، مجرم بلل کېږي او بايد سزا ورکړل سي.

دا حکم په مستقيم ډول د بيان او فکر ازادي نقضوي او د طالبانو د تګلارو په اړه د نظر څرګندولو له امله د خلکو د تعقيب، نيولو او خپل‌سري سزا زمينه برابروي.
د دې اصول‌نامې له مخي «هغه کسان چي د طالبانو مشرانو ته سپکاوی وکړي» ۲۰ دورې وهل کېږي او شپږ مياشتې بند ته محکومېږي.
په دې سند کي د ماشومانو پر وړاندي د ځينو فزيکي تشددونو مخه نيول سوې، لکه هغه چي د «هډوکو ماتېدو»، «د پوستکي څېرېدو» يا «د بدن د کمبودېدو» لامل سي، خو د فزيکي، رواني او جنسي تشدد نور ډولونه په څرګند ډول نه دي منع سوي.

دغه بنسټ وايي، طالبانو د ماشومانو پر وړاندي د تشدد د مطلق منع پر ځای، د ناوړه چلند او سزا ځيني ډولونه په غيرمستقيم ډول مشروع کړي، او ويل سوي چي پلار کولای سي خپل لس کلن زوی د «مصلحت» له امله، لکه د لمانځه پرېښودل او نور موارد، سزا کړي.
زياتوي، «که مېړه ښځه په لرګي ووهي او دا کار د سخت ټپي کېدو لکه زخم لامل سي، او ښځه وکولای سي دا د قاضي سره ثابت کړي، نو مېړه پنځلس ورځي بند ته محکومېږي.»
په دې اصول‌نامه کي د ښځو پر وړاندې د فزيکي، رواني او جنسي تشدد نور ډولونه په څرګند ډول نه دي منع سوي او له پامه غورځول سوي دي.

د دې اصول‌نامې له مخي، که ښځه څو ځله د مېړه له اجازې پرته د پلار يا نورو خپلوانو کور ته ولاړه سي او د مېړه د غوښتني خلاف بېرته کور ته رانسي، نو ښځه او هر هغه خپلوان چي د هغې د بېرته تلو مخه نيسي، مجرم بلل کېږي او درې مياشتې بند ته محکومېږي.
دا احکام د برابرۍ اصل، د جنسي تبعيض منع، د ښځو پر وړاندې د تشدد منع، او د انساني کرامت له حق سره ښکاره ټکر لري، او د ښځو پر وړاندي د تشدد د لا زياتېدو او نهادينه کېدو خطر ډېر لوړوي.
افغانانو د نړيوالې ټولني، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو څخه غوښتي چي د دې اصول‌نامې د تطبيق د مخنيوي لپاره له ټولو قانوني وسايلو کار واخلي.