د بشري حقونو نړۍوال سازمان د پاکستان د پوځ له خوا په پکتیکا

د بشري حقونو نړۍوال سازمان د پاکستان د پوځ له خوا په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کي پر ملکي خلګو او کورونو باندي بريدونه غندلي او اندېښنه ئې ښودلې ده.
دغي ادارې د پاکستان له خوا پر ملکي خلګو د بريدونو د ژر درېدو غوښتنه کړې ده او په خبره ئې چي نړۍوال سازمانونه بايد د يادو بريدونو په اړه په خپلواک ډول باندي څېړنه وکړي.
د بشري حقونو سازمان وايي، د ملکي اهدافو په نښه کول د نړۍوالو قوانینو له مخي جنګي جنایت دئ او باید مسؤل کسان ئې حساب ورکړي.

همدا راز دغي ادارې له نړۍوالو مرسته کوونکو سازمانونو غوښتنه کړې، چي اغېزمنو کورنیو ته ژر تر ژره مرستي ورسوي.
یاد سازمان ټینګار کوي، چي د هر ډول شخړو پر مهال باید بشري کرامت او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وسي.