د بغلان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د دوشي ولسوالۍ په سيمه کي په يوه ترافيکي پېښه کي درې کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ياده ترافيکي پېښه د دوو کوچينو موټرانو د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده، چي په وژل سوو کسانو کي ئې يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په ياده ترافيکي پېښه کي څلور نور کسان ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه نژدې روغتون ته انتقال سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.