د بلجیم د کډوالۍ وزیري آنلین وان بوسویت ویلي، شاوخوا ۶۰ افغان وګړي چي په بلجیم کي په ناقانونه توګه اوسېږي او دا مهال په زندانونو کي دي، د بند له بشپړېدو وروسته به افغانستان ته اخراج سي.
هغې ویلي، د دغو کسانو ډېری ئې د وژنې او جنسي تېري په جرمونو محکوم سوي دي.
د بوسویت په وینا، د بلجیم حکومت غواړي د دغو کسانو د ایستلو ترڅنګ د کډوالو د ننوتلو او اخراج بهیر هم په جدي توګه وڅاري.