د بلخ ولايت د ط..البانو د‌ عامي روغتيا رياست د پنج شنبې په ورځ ويلي، په دغه ولايت کي ۱۴۰ ټنه تر تاريخ تېر

د بلخ ولايت د ط..البانو د‌ عامي روغتيا رياست د پنج شنبې په ورځ ويلي، په دغه ولايت کي ۱۴۰ ټنه تر تاريخ تېر، بې کيفيته درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.
ياد رياست ويلي، چي دغه توکي ئې د تېر يوه کال په جريان کي په دغه ولايت کي راټول کړي وو.
هغوی وايي دغه اقدام ئې تر وخت تېرو درملو او خوراکي توکو د مخنيوي په موخه کړی دئ.