د بوسنیا او هرزګوین پولیسو ۹۶ پناه‌غوښتونکي نیولي چي غوښتل ئې په ناقانونه توګه له پولي واوړي

د بوسنیا او هرزګوین پولیسو ۹۶ پناه‌غوښتونکي نیولي چي غوښتل ئې په ناقانونه توګه له پولي واوړي. په نیول سوو کسانو کي ۱۸ افغانان هم شامل دي.
د راپورونو له مخي، دغه کډوال بیستریتسا ښار په دوو جلا عملیاتو کي د پولیسو او د صربسکا جمهوریت د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ نیول سوي دي.
د پوليسو په وينا چي نيول سوي کسانو ئې د کډوالو کمپ ته انتقال کړي، چي تر څېړنو وروسته به بېرته اخراج کړل سي.