د بې پولي ډاکټرانو سازمان ویلي، یوې افغاني کډوالي مېرمني په پاکستان کي د پولیسو تر چاپې وروسته د خپل حمل ماشوم له لاسه ورکړی دئ.
یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کي له پاکستانه غوښتي چي د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو خوندي لاسرسی برابر کړي.
دغه سازمان د يوې افغاني مېرمني په حواله ليکلي ، چي پاکستاني پولیسو د دوی پر کور چاپه وهلې، د کورنۍ سرپرست ئې نیولی او له همدې پېښي وروسته د زيات فشار له امله ئې خپل حمل د لاسه ورکړی دئ.
ياد سازمان ټینګار کړی چي د کډوالو پر وړاندي دا ډول اقدامات د هغوی روغتیا او خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي او باید ژر تر ژره ودرول سي.