د تخار ولايت د ط..البانو امنيې قومندانۍ ويلي

د تخار ولايت د ط..البانو امنيې قومندانۍ ويلي، چي د تخار ولایت د مرکز ترڅنګ په شپږو ولسوالیو کي ئې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین پيل کړی.
د هغوی په خبره چي د تېري يوې مياشتي راهيسي ئې پر دوه زره جريبه ځمکه کرل سوي کوکنار له منځه وړي.
هغوی وایي چي دغه کمپاین به تر هغه مهاله پوري جاري ساتي ترڅو ټول کوکنار له منځه يوسي.

ط..البانو وايي چي په اسلامي شريعت کي د کوکنارو کښت ته اجازه نسته؛ ځکه ئې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین پيل کړی.
بايد وويل سي چي د ط..البانو د دوهم ځل واکمنۍ پر مهال په افغانستان کي د کوکنارو پر کښت بنديز لګولی؛ خو د واک ته رسېدو مخکي ئې د خپلو وسلو د اخيستلو له پاره د کوکنارو څخه عشر او زکات اخيستی.