د تخار ولایت د ط..البانو مسئولينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د تخار ولایت د ط..البانو مسئولينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په اشکمش ولسوالۍ کي د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله ۵ کسان وژل سوي او ۵۰ نور ټپيان دي.
د هغوی په وينا چي د يادو سېلابونو له امله شاوخوا زر څاروي تلف سوي او سلګونه جريبه زراعتي ځمکه هم ويجاړه سوې ده.
په ورته وخت کي د تخار د ط..البانو والي وايي، چي سېلاب ځپلو سيمو ته ئې بېړنۍ مرستي رسولي او اوس ئې هم مرستندویه ټیمونه په ساحه کي موجود دي.