د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په ګزیستان سیمه کي د یوه هینو موټر د چپه کېدو له امله اته کسان وژل سوي او څلور نور ټپیان دي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسئول وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وینا، ټپیان د تخار ولایتي روغتون ته انتقال سوي دي.