د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په درو ولايتونو کي ئې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ئې ۱۸ هغه افغان کډوال نيولي، چي په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال ئې په بايبورت، بولو او يالووا ښارونو کي نيولي دي.
د هغوی په خبره چي د دغو کسانو سره يو ځای ئې يو شمېر انساني قاچاق کوونکي هم نيولي دي.
د ترکيې پوليسو ويلي، چي دغه افغان کډوال ئې د کډوالۍ کمپ ته انتقال کړي، چي تر ثبت او راجستر وروسته به ئې افغانستان ته اخراج کړي.