د ترکيې پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد په رېزه ښار کي ئې ۵۷ ناقانونه افغان کډوال نيولي دي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال په يوه باروړونکي موټر کي نيول سوي دي.
هغوی وايي چي ياد افغان کډوال ئې د رېزې ښار د کډوالو کمپ ته انتقال کړي، چي تر څېړنو وروسته به افغانستان ته اخراج سي.