د تورخم د مزدورانو ټولني ویلي

د تورخم د مزدورانو ټولني ویلي، د تورخم د دروازې د اوږدې مودې له پاره تړل کېدو نه یوازي سرحدي مزدوران اغېزمن کړي؛ بلکي د پاکستان پر اقتصاد ئې هم پراخ منفي اغېز کړی دئ. د یادي ټولني په وینا، د لاري بندېدو له امله سوداګري کمه سوې، کرنیز محصولات خراب سوي او زیات شمېر فابریکې او کاروبارونه له مالي زیانونو سره مخ سوي دي.
دغي ټولني زیاته کړې، چي د پنجاب بزګران، سوداګر، د فابریکو مالکین او ورځني مزدوران اوس له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي او د ډېرو کورنیو اقتصادي وضعیت خراب سوی دئ.
د دوی په خبره، د تورخم لاري بندښت د ټول پاکستان پر اقتصاد او د خلګو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دئ.

د تورخم د مزدورانو ټولني خبرداری ورکړی، چي که دروازه ژر خلاصه نه سي، زیات احتجاجونه به وکړي او زرګونه کسان به سړکونو ته راووځي.