د جرمني حکومت د سېشنبې په ورځ ۱۶۰ افغان کډوال، چي له افغانستان څخه وتلي وو، په یوه ځانګړې چارټر الوتکه کي له اسلاماباد څخه برلین ته انتقال کړي.
د جرمني چارواکو ویلي، چي د دغو افغان کډوالو ژوند دط..البانو د واک ته د رسېدو سره سم په خطر کي وو او د جرمني د منلو شرايط ئې پوره کړي وو.
د جرمني حکومت ويلي چي تمه ده راتلوونکې اوونۍ کي په اسلام اباد کي پاته افغان کډوال چي د افغانانو د منلو په پروګرام کي منل سوي دي جرمني ته انتقال کړي.
بايد وويل سي چي د جرمني حکومت غواړي د ۲۰۲۵ ميلادي کال تر پایه دغه پروسه بشپړه کړي.