د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چي دغه هيواد په درنو جرمونو تورن افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراجوي

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چي دغه هيواد په درنو جرمونو تورن افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراجوي.
د جرمني کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت د رسنيو سره په تازه څرګندونو کي ويلي، چي هیواد به ئې په درنو جرمونو ککړ افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراج کړي او دغه لړۍ به همداسي جاري وساتي.
هغه ويلي چي دغه اقدام د جرمني د خوندیتوب له پاره کوي؛ ترڅو په کښي د جرمونو ګراف راکښته سي.

هغه وايي د اړتیا پر مهال د ط.. البانو سره مستقیمي خبري هم د هغوی د اخراج له پاره کوي.
بلخوا د اتريش هیواد هم غواړي چي د ازبکستان د لاري په جرمونو تورن افغان کډوال افغانستان ته اخراج کړي.
بايد وويل سي، چي څو ورځي وړاندي جرمني په يوه چارتر الوتکه کي ۲۵ تنه افغان کډوال اخراج کړي وو او په کابل نړۍوال هوايي ډګر کي ئې ط..البانو ته سپارلي وو.