د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چي د ط..البانو درې کسیزه پلاوی د مهاجرینو د ایستلو د بهیر د اسانتیا له پاره

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چي د ط..البانو درې کسیزه پلاوی د مهاجرینو د ایستلو د بهیر د اسانتیا له پاره، له رسمي اعلان پرته، جرمني ته تللی دئ.
د تاګس‌شاو او ان‌ډي‌آر د راپورونو له مخي دغه پلاوی تېره چهارشنبه، د قطر له لاري جرمني ته رسېدلی او شاوخوا درې اوونۍ به هلته پاته سي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چي د ط..البانو غړي د تخنیکي ملاتړ ډلي په توګه او په لنډمهاله ډول دغه هیواد ته تللي دي.

راپورونه وايي، پلاوی به د افغان سفارت ترڅنګ په بن او مونیخ کي قونسلګریو ته هم ولاړ سي او د هغو افغانانو د هویت په تثبیت کي به مرسته وکړي، چي د ایستلو په نوملړ کي شامل دي.
ط..البانو جرمني ته د خپل استازو د لېږلو په اړه څه نه دي ويلي.