د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس یو ځل بیا له ط..البانو سره د تعامل دفاع کړې او ویلي ئې دي، چي دغه اړیکي یوازي په تخنیکي کچه او د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د اسانتیا له پاره ترسره کېږي.
مرتس د چهارشنبې په ورځ د جرمني پارلمان ته د جواب ویلو پر مهال ويلي، چي د ط..البانو له حکومت سره د سیاسي اړیکو د پراخولو نیت نه لري.
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي، چي د زرغون ګوند استازي سارا ناني پر هغه نیوکه وکړه او پوښتنه ئې وکړه، چي آیا حکومت د ط..البانو د عادي کولو او ورسره د دوستۍ د اړیکو د جوړولو هڅه کوي که نه.
مرتس په جواب کي ټینګار وکړ چي له ط..البانو سره اوسنی تعامل یوازي د کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو محدود دئ.