د جرمني په زیګبورګ او کولن ښارونو کي د لونګو امېل تر نوم لاندي جوړه سوې مشاعره

د جرمني په زیګبورګ او کولن ښارونو کي د لونګو امېل تر نوم لاندي جوړه سوې مشاعره، چي ګڼو افغان فرهنګیانو او د جمهوریت د دورې پخوانیو چارواکو په کښي ګډون کړی وو، خو د افغانستان ملي بيرغ په کښي نه و.
په غونډه کي غفور لېوال، زرين انځور، نصرالله ستانکزی، حمیدالله فاروقي، پروین ملاله او یو شمېر نورو افغانان حاضر وو.
منتقدین وایي چي د افغانستان تر ټولو پېژندل سوی ملي سمبول ( درې رنګه بيرغ) په کښي قصداً له پامه غورځول سوی و.

د ټولنيزو رسنيو فعالان ادعا کوي چي د بیرغ نه اېښودل کومه تېروتنه نه، بلکي یو حساب سوی اقدام و، څو ط..البان خوابدي نه سي.
هغوی وايي ښایي تنظیموونکو فکر کړی وي، چي که بیرغ وي ط..الب به خفه سي او زه به ورڅخه د پامه و غورځېږم.
هغوی دغه راز ليکي پخوا به ځینو همدغو کسانو د بیرغ تر سیوري لاندي ویناوي کولې، مقامونه به ئې لرل او امتیازات به ئې اخیستل؛ خو اوس چي د دریځ وخت راغی، بیرغ ئې د خپلي ګټي قرباني کړ.

منتقدین وایي، که رښتیا هم دا کار د ط..البانو د خوشحالولو له پاره سوی وي، نو دا د فرهنګي استقلال نه، بلکي د سیاسي چاپلوسۍ ښکاره بېلګه ده. د دوی په وینا، ملي سمبولونه باید د هر نظام او هري سیاسي ډلي څخه لوړ وګڼل سي، نه دا چي د هر نوي باد په لګېدو سره ورڅخه واټن واخیستل سي.
هغوی وايي په ياده غونډه کي فرهنګيانو او شاعران خپل زړه خالي کړ؛ خو د افغان مېرمنو د حق په اړه چوپه خوله وه او د وطن د مېرمنو ږغ ئې پورته نه کړ.
هغوی وايي که نن د یوه بیرغ نوم اخیستل هم دروند بار وي، نو سبا به د وطن نوم اخیستل هم پر دغوو کسانو بار سي او د خپلي ګټي له پاره به د افغان نوم هم بدلوي.